د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارزدافیر هوګو شارټر ویلي چې تېر کال د جمهوري نظام تر سقوط وروسته پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي. نوموړي هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې وایي افغانستان کې روان اقتصادي بحران د ط البانو تر واکمنېدو وروسته د هغوی تر کنټرول لاندې پر افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بندیزونو نتیجه ده. هوګو شارټر، چې په قطر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت چارې پرمخ وړي دا هم ویلي، چې دغسې ادعاوې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو له خوا هم تکراریږي. د بریتانیا شارزدافیر زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې واک ته د ط البانو تر رسېدلو وروسته پر افغانستان د یو هېواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي. هوګو شارټر د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو د مسلې په اړه هم وضاحت ورکړی او ویلي دي، چې د افغانستان بانک د شتمنیو ستنېدل د مرکزي بانک د قابلیت پورې تړاو لري تر څو دا وښيي، چې دا بانک په مسلکي او له سیاسي پلوه د یو بې طرف بانک په ډول د څارنې یو ضروري میکانیزم لاندې فعالیت وکړي. دی وايي په دې برخه کې نور پرمختګ ته اړتیا ده.








