د امریکا د کلوراډو په ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په یوه کلب کې د وسله وال برید له امله پنځه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي. د کلوراډو پولیسو ویلي، دا برید پرون د سپرینګ په سیمه کې شوی دی. د پولیسو یوې مشرې پمیلا کاسترو ویلي چې برید د کلب کیو په نامه نایټ کلب کې دننه شوی دی. هغې زیاته کړې، یو کس، چې ګومان کېږي برید ګر دی، نیول شوی دی. دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې د همجنسبازانو په نایټ کلب کې برید کېږي، تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په سیمه کې په یو نایټ کلب کې په برید کې ۴۹ تنه ووژل شول. پولیسو دا بریدګر بیا په ډزو وواژه او هغه مهال دا په امریکا کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېده.








