د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، چې دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبور کوونکې هرې نړیوالې الوتنې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، چې د مختلفو هېوادنو الوتنې د افغانستان له فضا نه عبوري پروازونه ترسره کوي. دوی تمه لري چې په را روانو شپږو میاشتو کې له دې مسیر څخه د ورځې تر ۳۰۰ الوتنې وشي. د هېواد خصوصي سکټور هم له هوايي حریم نه د پروازونو زیاتولی د هېواد اقتصاد لپاره مهم بولي او هیله څرګندوي چې د ترانسپورټ لخوا نه د افغانستان په هوايي حریم کې نور هم نړیوالو پروازونو ته اسانتیا وې برابرې شي.








