د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د نړیوالې ټولنې له هغه دریځ ملاتړ کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې دې عملي اقدامات وكړي چې نورو هیوادونو ته ګواښ پېښوي. زرداري دا څرګندونې په اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې او ویلي يې دي چې حکومت يې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره له سرپرست حکومت سره د نړیوالې همکارۍ د جاري ساتلو لپاره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. هغه د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه وویل پاکستان نه غواړي یواځې دا ګام واخلي، بلکې له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه دا لاره خپلوي. زرداري دافغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د افغانانو په ګډون دې له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد به مبارزه کوي او د ښځو د تعلیم په ګډون به د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی لري.








