د افغان سولې لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی، خو دا حالت د امریکا په ګټه دی. خلیلزاد دا څرګندنې د کردستان ۲۴ ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې هېواد د خلکو لپاره ستونزمن دی. زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو هم ټینګار کړی. نوموړي ویلي د نړیوالو اړیکو او ثبات له نظره د افغانستان سرپرست حکومت باید د خلکو خبرې واروي او غوښتنو ته يې ځوابویونکی اوسي.








