په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) مشرې ویلي چې راتلونکی کال به ۲۸ میلیونه افغانانو سره مرستې کوي. په کابل کې د یوناما دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبايوا د ملګرو ملتونو د دوو ادارو استازو سره کندهار ته ولایت ته سفر وكړ. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنو کتنو کې معلومه شوه، چې اوس هم د خلکو د اړتيا کچه لوړه ده او دوی سره باید د ژوندانه ژغورلو په موخه بېړنۍ مرستې وشي. روزا اوتنبايوا وویل، کندهار ته يې د سفر موخه داده، ترڅو دلته د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د روان کال د ترسره شویو او روانو پروژو ارزونه وکړي، چي په خبره يې اداره يې پلان لري ترڅو راتلونکي ٢٠٢٣م کال کې ۲۸ میلیونه افغانانو ته مرستي ورسوي.








