د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې یو شمېر هغه عوامل په ګوته کړي چې د افغانستان د جمهوري نظام په ړنګېدو کې یې ونډه درلوده. سیګار شپږ فکټورونه، له افغانستان څخه د امریکا د واقعي وتلو په اړه د افغان حکومت نه تشخیص، د امریکا او ا.ا په خبرو کې د افغان حکومت نه ګډون، په جمهوري نظام کې د ا.ا په ادغام د غني د حکومت ټینګار د یو شمېر عواملو په توګه یاد کړي دي. دغې ادارې همدارنګه د ا.ا نه جوړجاړی، د یوې خاصې او وړې حلقې په مرسته د اشرف غني له خوا د حکومت کول، په لوړه کچه د قدرت متمرکز والی، پراخ فساد او د اوږدمهاله مشروعیت د ترلاسه کېدو لپاره مبارزه، په وروستي پاشل کېدو کې سهیم بللي دي. خو غني له سي ان ان سره په مرکه کې په دوحه کې د امریکا او ا.ا د سولې تړون ناوړه بللی او زیاته یې کړې يې وه چې د خبرو اترو د ټولو اصولو څخه پکې سرغړونې شوي دي.








