د هېواد لوى څارنوال مولوي شمسالدين شريعتي وايي، د ځمکو غاصبين دې د غصب موضوع نه جنجالي کوي او غصب کړې ځمکې دې په خپله خوښه بېرته د ځمکو د غصب مخنيوي لپاره ټاکل شوي کمېسيون ته وسپاري. لوی څارنوال دا هم ویلي چې ځینې کړۍ د ځمکو غصب موضوع ته سیاسي رنګ ورکوي. هغه ټینګار کړی چې تخنیکي ټیمونه باید دې موضوع ته پام وکړي. حکومت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ګرځولو ته ځانګړې محکمه، مقرره او کمېسیون جوړ کړي دي. په دې موخه جوړ شوي کمېسيون کې د عدلیې، کرنې او اوبو لګولو، ښار جوړولو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او لویې څارنوالۍ استازي ګډون لري. دغه راز د ښار جوړونې وزیر حمدالله نعماني هم د ځمکو د غصب موضوع د حکومت لپاره ستره ننګونه بللې او ویلي يې دي چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته د غصب شوو ملکیتونو د استرداد یا ستنولو موضوع حساسه ده. هغه دا هم وايي چې د هېواد په کچه ۸۰ سلنه خلکو په ناپامۍ سره دولتي ځمکې نيولې دي.








