د امریکا او چین ولسمشرانو په پرونۍ مخامخ لیدنه کې ژمنه کړې چې د واشنګټن او بېجېنګ تر منځ اختلافات به په سوله ییزه توګه هواروي او د تاوتریخوالي پېښېدو مخنیوی به کوي. دواړه مشران د بډایو هېوادونو د ټولنې (جي ۲۰) په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللي. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، له ولسمشر شي جین پینګ سره په ګډه مسوولیت لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو امکانات په ګوته کړي او وښيي چې خپلمنځي اختلافات حل کولی شي. د چین ولسمشر بیا ویلي، چې ژورو او مخلصانه خبرو ته حاضر دی او تمه لري له ولسمشر بایډن سره په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پیاوړې کړي. دواړه مشران په داسې حال کې خبرو ته کښیني چې په خپلو هېوادونو کې یې سیاسي دریځ پیاوړی شوی دی.








