د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ويلي چې له روسیې سره یې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د ایران ځانګړي استازي حسن كاظمي قومی پرخپله ټویټر پاڼه ليکلي چې په تهران کې يې د روسيې له سفیر سره ليدلي دي. هغه زياته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ترهګری او د دوی د ملاتړ کوونکو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې. حسن كاظمي ويلي چې له بېلا بېلو لارو باید په افغانستان کې د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه شي. د يادونې وړ ده چې نوموړي تېره اونۍ پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړې وې.








