د امريکا او چين ولسمشران نن د اندونيزيا په بالي ټاپو کې سره ګوري. د امريکا ولسمشر جو بايډن تېره شپه ناوخته اندونيزيا ته رسېدلی او ټاکل شوې چې له خپل چیني سيال شي جين پينګ سره د شمالي کوريا د اټومي پروګرام، تايوان او د اوکراين د جګړې په تړاو خبرې وکړي. دا خبرې به د جي شل هېوادونو له سرمشريزې يوه ورځ مخکې وشي. د امريکا ولسمشر ويلي چې له چين سره سيالۍ ته ادامه ورکوي خو ډاډه دی چې دا سیالي به د دواړو لورو تر منځ د نښتې سبب نه شي. دا تر کرونا وبا وروسته د امريکا او روسيې د چارواکو لومړۍ مخامخ خبرې دي خو د ټليفون له لارې يې تر دې مخکې هم څو څو ځله خبرې کړې دي.








