د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر وايي، د ا.ا له بيا واکمنېدو وروسته له درې مېلیونو زیاتې نجونې چې پخوا یې په منځنيو ښوونځيو کې زده کړې کولې، زده کړو ته د لاسرسي له حق څخه محرومې شوې دي. په دې راپور کې زیاته شوې، د دې وضعيت دوام به د دې هېواد اقتصاد ته زيان ورسوي. د سياګار د راپور پر اساس د تېر کال له اګست میاشتې څخه تر اوسه د رسنيو ۶۴۰۰ کارکوونکي، چې ۸۴ سلنه يې مېرمنې دي، خپلې دندې له لاسه ورکړي. بل لوري ته ا.ا د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سرمفتش راپور ردوي. د امريکا د ځانګړي سرمفتش په راپور کې ادعا شوې، چې د بشري حقونو او رسنيو د پياوړتيا لاسته راوړنې، چې له ۲۲۰ ميليونه ډالرو ډېر لګښت پرې شوی، د له منځه تللو په حال کې دي.








