تر هغه وروسته چې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر ۳۲ سلنه زیات شوی؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت تازه ویلي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی دی او چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د نشه يي توکو کارو بار وکړي. د دغه معینیت چارواکو په کابل کې د نشهيي توکو د زیانونو په هکله د خبرتیا په یوه غوڼډه کې څرګنده کړه چې په بېلابېلو عملیاتو کې څه باندې دوه زره ستر او کوچني تورن کسان نیول شوي دي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی او پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.








