د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل لوري په ناڅاپي توګه یوه جوړ جاړي ته رسېدلي چې له مخې به یې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وشي. راپورونه وایي، د افریقايي هېوادونو ټولنې ‘اې یو ‘ دا یو نوی سباون بللی دی. د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او له همدې امله د لوږې خطر رامنځته شوی. د ایتوپیا حکومت او ټیګرایان ځواکونو تر منځ د دې نوې هوکړې له مخې به مرستندویانو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې چارې له سره پیل کړي. د روغتیا نړیوال سازما له دې مخکې ویلي چې د دې هېواد په شمالي ټیګریان سیمه کې نوې سلنه خلک د خوړو مرستې ته اړتیا لري. له دې مخکې په اګست میاشت کې یو ورته اوربند په داسې حال کې له رامنځته کېدو څو میاشتې وروسته مات شو، چې دواړو لوریو ورته ژمنتیا څرګنده کړې وه.








