په امریکا کې مېشتو افغانانو د امریکا د سمندري ځواک سرتیري جوشوا ماست لخوا د افغان ماشومې برمته کېدل غندلي او د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت او سمندري ځواک یې غږ کړی څو ژر تر ژره دغه افغان ماشومه بېرته خپلې ریښتینې کورنۍ سره یو ځای کړي. دوی ویلي، افغانان د هغه سپین پوستانو مهربانۍ ته اړتیا نه لري چې د بشري مرستو په څېره کې د افغانانو ماشومان اختطاف کوي. د امریکا د سمندري ځواک سرتیري جوشووا ماست د ۲۰۲۱ کال اگست کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې د خپلې مېرمنې سره یو ځای ۳ کلنه افغان ماشومه له خپلې کورنۍ جلا او یرغمل کړې او اوس یې د ورجینیا ایالت د عیسویانو په یو ښار کې له ځان سره ساتلې ده.








