د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي. ټام ویسټ دا څرګندونې پخپلې یوې تازه مرکه کې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته د سفر پر مهال یې له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي. د ویسټ په وینا، په دې لیدنو کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه غږېدلی دی. نوموړي زیاته کړې، پاکستان د امریکا مهم همکار دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په بېلا بېلو برخو کې کار کوي. نوموړي ویلي پاکستان او امریکا د هغو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري چې د اسلام اباد لخوا پرې بندېز لګول شوی دی. وېسټ وایي چې د تحریک ط البان پاکستان وروستي بریدونه د پاکستان لپاره یوه ننګوه ده .








