د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره د نجونو پر زده کړو او نشه يي توکو پر مخنيوي خبرې کړې دي. په دې کتنه کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي چې ملګرو ملتونو له ډېرو کلونو راهيسې له افغانستان سره د پوهنې او روغتيا په ګډون مختلفو برخو کې مرسته کړې او ا.ا بين المللي سازمانونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره همکار دی. مېرمن روزا اوتونبایوا ویلي چې دوی له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام سربېره په انکشافي برخو کې د مرستو برابرولو ته لا زیاته پاملرنه کوي او د دغه سازمان د کورنۍ غړي په توګه ملګري ملتونه افغانستان له یاده نه وباسي. نوموړې زیاته کړه، چې نشه يي توکي د افغانستان او نړۍ لپاره لویه ستونزه ده او باید د مخنیوي لپاره يې اقدامات وشي. د ریاست الوزرا اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې تر شپږم ټولګيو پورته د نجونو زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اندېښنې ته په پام ویلي د دوی پاليسي زده کړه د ټولو لپارده او د تخنيکي مسایلو تر حل وروسته به په دې برخه کې اقدام وشي.








