د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې دوه زره نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت نن ویلي دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۲۴۹۷ تنو ته رسیږي د تېرې شنبې او یکشنې په ورځ د نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هیواد ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، د دغو خلکو له ډلې یو زر او ۶۴۷ کسان د اسلام کلا له پولې او ۸۵۰ کسان د ابریشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچينې ویلي، د راستنو شوو له ډلې يې ۲۶۰ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان IOM دفتر ته ورپېژندلي دي.








