د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، چې له سیاسي تحولاتو وروسته محدودیتونو په هېواد کې روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي. د ا.ا دغه چارواکی زیاتوي، د کرونا ویروس ۴۰ ځانګړي روغتونونه چې لګښت يې د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له لوري ورکول کېده، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته يې بودجه ځنډول شوې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداراز زیاتوي، په کابل کې يې د هغو درېیو روغتونونو چې د پاکستان لخوا جوړې شوي د بودجې په اړه يې د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې کړي، خو که اسلام اباد يې بودجه ورنه کړي، ا.ا به دې برخه کې لاس په کار شي. نوموړی وايي، چې د ا.ا له واکمنېدو مخکي په هېواد کې ۴۰ سلنه روغتیايي خدمتونه وړاندې کېدل، خو اوس په ټول هېواد کې خلک له معیاري روغتیايي خدمتونه برخمن دي.








