د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې له بهرنيو ځواکونو پاتې پوځي اډو کې اقتصادي زونونه جوړوي او په همدې موخه له دغو اډو يوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمايښتي کار پيلېږي. دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې چې نن د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته استول شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوه. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه شوې چې د شاه و عروس بند د پاتې چارو بشپړولو او د چارو د کیفیت په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د دغه بند د پاتې چارو او کيفيت په تړاو خپلې څېړنې ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې ناستې ته وړاندي کړي. همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د رېل پټلۍ او برېښنا اړوند د لومړیتوبونو په موخه دې د رېل پټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ دوه جلا کمېټې جوړې شي، څو د رېل پټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې ودانیزې چارې یې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مت بشپرېدای شي.








