د امریکا په استازو جرګه کې د څارنې کمېټې په خپل وروستي لیک کې د بایډن دولت له یو شمېر چارواکو څخه له افغانستانه د ناسم وتلو په هکله د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده. امریکایي رسنیو ویلي چې دا لیک د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن، دفاع وزیر لویډ استین، د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک میلي، د کورني امنیت وزیر مایورکاس، د ملي امنیت د سلاکار جک سالیوان او د امریکا د نړیوالې پراختیا آژانس د مدیر سامانتا پاور په ګډون یو شمېر چارواکو په نوم لېږل شوی دی. د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې رییس جیمز کومر په دې لیک کې ویلي چې د بایډن دولت له افغانستانه د وتلو لپاره تیاری نه درلود او پرېکړې یې په انساني او امنیتي غمېزې بدلې شوې دي.








