یو وسله وال پرون د امریکا جنوبي ایالت مسیسیپي کې په ډزو کې شپږ تنه وژلي دي. د معلوماتو له مخې، پولیسو ویلي چې دې وسله وال لومړی په یوې مغازې کې یو تن وواژه، وروسته یو کور ته ولاړ او هلته یې یوه مېرمن ووژله. سي ان ان ټلویزیون ویلي چې وژل شوې مېرمن د مشکوک قاتل مېرمن وه. په سیمه کې د پولیسو مشر براډ لینس ویلي چې پنځم او شپږم تن چې وسله وال وژلي، یوه یې مېرمن او بل یې سړی و او داسې ښکاري چې د قاتل خپلوان به وي. پولیسو وروسته برید کوونکي چې هڅه يې کوله له سیمې وتښتي ژوندی نیولی.








