د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د منځنۍ کچې زلزله شوې، خو تر اوسه د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي وايي چې دا زلزله د شپې په څه کم یوولسو بجو وشوه. هغه زیاته کړې چې زلزله د ولایت د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش په غرونو کې شوې ده. احمدي وایي چې تر اوسه د زلزلې له امله دا وښتونو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. بلخوا نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۴،۷ و. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د ۴،۴ درجې زلزله شوې وه، خو زیانونه یې درلود.








