د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي چې د حيرتان – مزار شريف اوسپنې پټلۍ له لارې به نن انتقالات پيل شي. يادې ادارې ويلي چې افغان پلاوي له اوزبکستان سره هم هوکړه کړې او په نږدې ورځو کې به د حيرتان – مزار شريف د اوسپنې پټلۍ مديريت افغان لوري ته وسپارل شي. د روانې سلواغې میاشتې په ۱۲ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې له حیرتان بندره انتقالات د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي دي. د یادونې وړه ده چې ازبکستان ۱۳ کاله مخکې د حیرتان ـ مزارشریف تر منځ ۷۵ کیلو متره رېل پټلۍ د ۱۲۹ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.








