د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې استازي یې د افغانستان په تړاو د مسکو په پنځمه غونډه کې ګډون نه دی کړی. د مسکو ناسته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، پکې د روسيې، ایران، هند، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، یاده ناسته د مسکو فارمټ په چوکاټ کې چې پاکستان یې فعال غړی دی، نه وه جوړه شوې. د یادې ناستې په لومړۍ ورځ ګډونوالو په افغانستان کې د امنیتي ننګونو او هلته د ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په اړه اندېښنه وښوده. دې ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان سرپرست حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې؛ خو کابل له ناستې وړاندې ویلي وو چې د دوی له ګډون پرته دا ناسته به نیمګړې وي.








