ایران تر ځمکې لاندې د خپلې هوايي اډه پرانیسته کړې ده. د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي، دا تر ځمکې لاندې د جټ الوتکو یوه اډه ده چې په اوږده واټن ویشتونکو کروز توغندیو سمبال دي. د ایران د پوځ مشر وایي، دا یوه له هغو اډو څخه ده چې د اسرائیلو او نورو د احتمالي هوايي برید په ځواب کې به ترې کار واخیستل شي. د رویټرز د راپور له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقری له ایرنا سره په خبرو کې ویلي، چې د ایګل ۴۴ اډه په ایران کې یو له مهمو پوځي تاسیساتو څخه یوه ده او د اوږد واټنه کروز توغندیو د جنګي الوتکو لپاره هنګر دی. د دې اډې د موقعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.








