د پاکستان د پېترولیم او طبیعي سرچینو وزیر مصدق ملک پرون شپه په یوه خبري کنفرانس ویلي چې دغه هېواد کې لا هم د ۲۰ ورځو لپاره پېټرول او ۲۵ ورځو لپاره ډیزل شته. هغه دا څرګندونې په هېواد کې د پېټرولو د نه موندل کېدو او ځینو سیمو کې د پمپ سټېشنونو د تړل کېدو په اړه تر پراخو شکایتونو وروسته کړې دي. د راپورونو له مخې ځینو سیمو کې چې د تېلو پمپونه پرانیستې هم دي، نو ګڼه ګوڼه پرې ډېره او اوږده کتارونه ورته ولاړ وي. له خلکو سره اندېښنه دا ده چې ښایي، د تېلو دا مصنوعي کمښت به تر هغه دوام وکړي چې د بیو لا لوړېدو ته لار برابره شي. د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د تېرې میاشتې وروستیو کې هم د پېټرولو د ‘مصنوعي کمښت’ ختمولو لپاره د تېلو بیو د لوړېدو اعلان کړی و. نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ د تېلو بیو د لوړېدو پلان نشته خو بیې به د نړیوال بازار نرخونو ته په کتو لوړېږي.








