تر امریکا وروسته جرمني او فرانسې هم ویلي، څو چې اړتیا وي له اوکراین څخه به ملاتړ وکړي. جرمني او فرانسې پرون چهار شنبه له اوکراین سره په یوې درې اړخیزه غونډه کې له کیف څخه د متحدینو په اوږدمهاله ملاتړ ټینګار وکړ. دا درې اړخیزه غونډه د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په کوربه توب جوړه شوې وه. د جرمني صدراعظم اولاف شولتز خبریالانو ته وویل کابو یو نیم کال مخکې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه جرمني او شریکانو یې د مالي، بشري او تسلیحاتي مرستو په کولو سره د کیف ملاتړ کړی دی. ولادمیر زیلنسکي یووار بیا له فرانسې او جرمني وغوښتل چې له هیواد سره یې ډیر ژر د جنګي الوتکو او ثقیله وسلو مرسته وکړي. هغه زیاته کړه وخت د روسیې پر وړاندې د مبارزې اساس دی. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ژمنه کړې چې هیواد به یې د روسیې د برید پر وړاندې د اوکراین د بریا لپاره مرسته وکړي او د وسلو د ورکړې پر هڅو به ټینګار وکړي.








