د افغانستان په اړه د مسکو ناستې په پنځمه غونډه کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې. دغه ناسته پرون چهارشنبه د روسيې، ایران، هندوستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو په ګډون په مسکو کې پیل شوې ده. د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشف د غونډې د پرانستونکې وینا پر مهال خبرداری ورکړی، چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې بهرنۍ پاتې وسلې کولای شي د افغانانو بېلابېلو ډلو تر منځ تاوتریخوالی زیات کړي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې “دا وسلې کولای شي تور بازار ته لار ومومي او د ترهګرو لاس ته ولوېږي.” خو تر دې مخکې ا.ا دغه راز اندیښنې رد کړې وې. د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پاتروشف پخپلو خبرو کې دا هم ویلی، چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سولې او پرمختګ راتګ زمونږ اصلي لومړیتوب دی.” بلخوا د ایراني رسنیو له قوله د دغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د مسکو په دې ناسته کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت نه جوړولو له امله پر سرپرست حکومت نیوکه کړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په داسې ناستو کې د دوی داستازي په ګډون ټينګار کړی و.








