د راپورونو پر بنسټ په ترکيې او سوریه کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۰۰۰ تنو تنه نږدې شوی دی. اسوشېتېد پرېس خبري اژانس وايي، یوازې ۵۸۹۴ کسان په ترکیه او ۱۹۳۲ نور په سوریه کې مړه شوي دي. د راپور له مخې، تر اوسه له ۸ زره ډېر زلزله ځپلي له خاورو لاندې ایستل شوي او همداراز ۳۲۹۴ مرستندویه کسان له نورو هېوادونو ترکيې ته رسېدلي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ښايي د زلزلې له کبله د زیانمن شوو خلکو شمېر ۲۳ میلیونه ته ورسېږي. له دې سره د ژغورنې بېړنو عملیاتو کې بوختو ډلو ویلي چې لا یې تر نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي ژوندیو پاتې کسانو له موندلو هیله نه ده پرې کړې. ورته مهال د ځینو هېوادونو د ژغورنې او پلټنې ډلې ترکیې ته رسېدلي او په ډېر ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې هڅې په چټکۍ روانې دي.







