د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې د افغان ښځو د بد روغتيايي وضعيت په اړه خبرداری ورکړی. دغې ټولنې ويلي چې د روغتیايي نظام پاشلتيا، پراخه بې وزلي او پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په افغانستان کې اوسني بشري ناورین ته وده ورکوي. دغه سازمان غوښتنه کړې، چې ياد وضعیت څخه د وتلو لپاره باید لومړنۍ روغتیایي پاملرنه پیاوړې او هغه مسلې حل شي چې د اقتصادي بحران له حل سره مرسته کوي. همدا راز ټينګار کوي، چې د ښځو لپاره د زده کړې او کار محدويتونه باید له منځه یوړل شي. د بې پولې ډاکټرانو نړيوالې ټولنې په تازه موندنو کې ویلي، چې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د ناڅېزه عوايدو لویه برخه یې د لومړنيو خوراکي توکو په تامينولو مصرفیږي.








