د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي. روغتیا سازمان ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې، ټول له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي. د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنورۍ میاشت کې د افغانستان په شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کمعمره ۵،۳ میلیونه ماشومان په نښه شوي و. په افغانستان کې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال تر اوسه د پولیو هېڅ یوه پېښه نهده ثبت شوې.








