مالیې وزارت د سیګار وروستی راپور چې په کې ویل شوي چې ا.ا له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لايسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پیسې ترلاسه کوي، رد کړی دی. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانگرس ته په خپل ربعوار راپور کې ادعا کړې چې ا.ا په افغانستان کې له هغو انجوګانو او بنسټونو څخه چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، د لايسنس فیس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي چې د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ا.ا.ا د مالیې وزارت د سیگار دغه راپور له حقيقت څخه لرې بولي او په کله يې ردوي. سرچینه كاږي، د مالیې وزارت ټولو هغو انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي، مالياتي معافیت ورکړی دی چې نه مالیه ورڅخه اخلي او نه هم کوم اداري مصارف ورڅخه وضع کېږي. همدارنګه په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجوګانو او بنسټونو د توکو پر واردولو، ګمركي تعارفې صفر دي او بې له کوم محصول څخه د دې بنسټونو توکي هېواد ته داخليږي.








