د زابل دامنيې قوماندانۍ چارواکي وایې چې د دې ولایت په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. دزابل دامنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، لومړۍ پېښه دمرکز کلات اړوند دمغلیزو او دویمه پېښه د پل سنګي په سیمه کې رامنځته شوې چې په دواړو پیښو کې ۱۱ تنه ټپیان شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي. بل لو ته د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نذیراحمد حریفال وايي چې دپېښو له سیمو ولایتي روغتون ته ۱۱ ټپیان او د دوو تنو جسدونه ور وړل شوي چې په وینایې ټپیان تر درملنې لاندې د او د دو تنو روغتیایي حالت نازک وو چې د کندهار میرویس روغتون لېږدول شوي دي.








