د سرپرست حکومت رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پيل شوې. د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر رییس عصمت الله يعقوب وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې يې هڅې پيل کړې وې چې له کندهاره يو ځل بيا دوبۍ ته الوتنې پیل شي. د کام ایر هوايي شرکت د زون مسوول نور علي حيدري هم وویل، چې د ځينو ستونزو له حل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې یو ځل بيا د کندهار او دوبۍ تر منځ پروازونه پیل کړي. د هغه په خبره د کندهار او متحده عربي اماراتو تر منځ سوداګري زیاته ده نو د دوی د اسانتيا لپاره يې دغه ګام پورته کړی دی. ده وویل چې هره شنبه به له کندهاره دوبۍ ته او د یکشنبې په ورځ به له دوبۍ څخه کندهار ته الوتنې ولري چې ورسره به سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي. هغه زياته کړه، دا چې له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته يوه دروازه پرانیستل شوه نو هڅه یې دا ده چې د کندهار – ډیلي او کندهار – چین تر منځ هم دوه اړخیزې الوتنې پيل کړي.








