د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، چې په افغانستان کې ط البان د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې سره ځانونه نور هم منزوي کوي او د ط البانو دا کړنې به غبرګونونه ولري. جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې ط البان به له نړیوالې ټولنې څخه د ځان ګوښه کولو ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا ط البان په افغانستان کې مشروعیت، مالي مرستې، پانګونه او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړي، خو د کربي په وینا دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي. دغه امریکايي چارواکي ویلي چې که ط البان غواړي چې مشروع وګڼل شي؛ د ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي او که دوی په افغانستان کې مالي مرستې او پانګه اچونه غواړي، دوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د هغې مطابق چلند وکړي.








