د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنيتي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې ياده غونډه به راتلونکې اونۍ د مختلفو هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په کچه تر سره شي. د کابلوف د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د روسیې، چین، هندوستان، پاکستان، منځني اسيا او مرکزي اسيا د هېوادونو د ملي امنیت شورا ګانو مشران د افغانستان په اړه خبرې او مشورې سره وکړي. سرچینه زیاتوي، چې دغې غونډې ته په افغانستان کې د ا.ا استازي نه دي بلل شوي. ا.ا په دې اړه څه نه دي ويلي.








