د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بیت المقدس کې له چارواکو سره تر کتنې وروسته د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د ارامتیا لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې منځني ختیځ ته په رسمي سفر تللی، د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او سولې د تامین لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي. د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې درې ورځې وړاندې یو فلسطیني په ختیځ بیت المقدس کې اووه ملکي وګړي ووژل او له هغه وروسته اسرائیلي پوځیانو په اشغال شوې خاوره د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې وژونکي پوځي عملیات پیل وکړل او لس فلسطینیان یې ووژل. انتوني بلینکن هیله څرګنده کړه چې امریکا غواړي داسې یو چاپیریال رامنځته کړي چې د اسرائیل او فلسطینیانو د امنیت د احساس د بیا راژوندي کولو لپاره کې په مساوي توګه کار وشي.








