د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافیلا یودیچه سره په کتنه کې ویلي چې بشرپاله مرستې نهشي کولی په اوږمهال کې د خلکو ستونزې حل کړي او دا مرستې باید په پراختیايي او زېربنايي برخو کې ولګول شي. د اقتصاد وزارت سرپرست د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل غوښتنه کړې او پر سرپرست حکومت یې فشارونه بېپایلې ګڼلي دي. یاد وزارت د اغلې یودیچه په حواله لیکلي، نوموړې غوښتي چې د زدهکړو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي او دا مسله یې د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې بللې ده.








