د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی چې امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. ترکي رسنيو د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر دوو جلا بيانونو پر استناد سره ويلي چې په امريکا کې د مذهبي تعصب او توکمپالنې له کبله د مرګونو پېښې ډيرې شوې او ښايي ترکي وګړو ته هم ګواښ پېښ شي. په بل بيان کې بيا ويل شوي چې په ځينو اروپايي هېوادونو کې د بهرنيانو پر وړاندې کرکه، توکمپالنه او له اسلام سره حساسيت ډير شوی چې له کبله يې ترکي وګړو ته ګواښ پېښېدلی شي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې امريکا، جرمني، فرانسې، هسپانيې، سويډن او ايټاليا هم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د لوړ ګواښ له کبله ترکيې ته له سفر کولو ډډه وکړي.








