د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۴۱ تنه مړه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې بس وروسته اور اخیستی دی. د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ پوړي چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو چې درې تنه یې ژغورل شوي دي د ده په وینا بس د یوه پله له ستون سره ولګېد چې وروسته له خپل مسیر څخه ووت. په پاکستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو علت د ترافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.








