د امریکا د کالیفورنیا ایالت پولیسو د دې ایالت په لاس انجلس کې د ډزو په پېښه کې د درېو کسانو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. دا پېښه پرون د بیورلي کرست ښارګوټي په یو کور کې شوې. دا په روانه میلادي میاشت کې په کالیفورنیا کې د ډزو شپږمه پېښه ده. د لاس انجلس د پولیسو یو چارواکی فرانک پریسیادو وایي چې درې تنه وژل شوي کسان په یو موټر کې وو. د یاد ښار پولیسو زیاته کړې چې د څلورو قربانیانو له ډلې څخه درې تنه د شخصي موټرونو په مرسته د سیمې روغتونونو ته انتقال شوي او دوه نور امبولانسونو ولېږدول. د پولیسو یو ویاند بروس بوريهان ویلي چې دوه تنه ټپیان په ناوړه وضعیت کې وو خو د دوو نورو حالت ښه وو. پولیس ویلي د شکمنو کسانو په اړه معلومات نه لري.








