د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور د هر کلي ترڅنګ یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوي پانګې پر ازادولو ټینګار کړی دی. اقتصادي معاونیت نن په یوې اعلامیې کې ویلي که چیرې یاده پانګه ازاده شي د افغانستان اقتصادي وضعیت به نور هم ښه او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي. نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه و او د دغه کال په ۹ میاشتو کې یې ۱.۷ ملیاردو ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي و. په اعلامیه کې له نړیوال سازمانونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بېکارۍ کمولو لپاره د پراختیايي پروژو په تمویل کې برخه واخلي. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له نړیوال بانک څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه بیرته پيل کړي.








