د اسراییل په پلازمینه یروشلم کې یوه فلسطیني ځوان د یهودیانو پر عبادتځای برید کړی او اوه تنه یې وژلي دي. رویټرز خبري اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي چې دا پېښه پرون د یهودیانو د عبادت پر مهال رامنځته شوې ده. اسرایلي پولیسو برید د ترهګرۍ پېښه بللې چې په ترڅ کې يې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ویره راپورته شوې ده. دا برید په داسې وخت شوی چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې نهه فلسطینیان ووژل شول. راپورونو وایي چې دا برید د یروشلم پر سېناګاګ په داسې حال کې شوی چې اسراییلي عبادت کونکو د یهودیانو د قتل عام په یاد کې راټول شوي وو. که څه هم تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د فلسطین ډلې حماس یوه ویاند حضام قاسم ویلي چې دا د وړمې ورځې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې شوی دی.








