تر جرمني وروسته امریکا هم اوکراین ته د روسیې د بریدونو پر وړاندې مقابلې لپاره د ۳۱ ځواکمنو جګړه ییزو ټانکونو ‘اېم-۱ ابرامز’ د استولو اعلان وکړ. د واشنګټن تر دغه اعلان څو ساعته وړاندې برلين ویلي و چې اوکراییني ځواکونو ته به خپل ۱۴ ‘لیپرډ ۲’ ټانکونه واستوي. جرمني په دې توګه نورو اروپايي هېوادونو ته هم دې لپاره لار پرانیسته، چې اوکرایین سره له خپلو زېرمتونونو د جرمني ټانکونو مرسته وکړي. ولسمشر جو بایډن د دې مرستې اعلان چارشنبه سپینه ماڼۍ کې په یوه لنډه خبري غونډه کې وکړ. اوکرایین له څو میاشتو راهیسې دې ته لابي کوله چې لوېدیځ ملګري یې دا ډول ځواکمن پوځي تجهیزات ور ولېږي. بلخوا بیا روسیې ویلي، د ابرامز په نامه هغه محاربوي ټانکونه چې د امریکا له خوا کیف ته ورکول کیږي، په اوکراین کې به یې وسوځي. د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمتري پسکوف ویلي، ددغو ټانکونو برابرول به د پیسو بیځایه مصرف وي.








