ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د جمعې په ورځ د افغانستان په تړاو ناسته جوړه کړي. متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانسې د دغې ناستې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویانده وایي، چې دغه غونډه به د جمعې په ورځ د امنې محمد په حضور سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویانده شهاد مطر وايي، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله امنه محمد افغانستان ته د خپل کړي سفر ارزونه وکړي او د افغانستان د وضعیت او د هغو پيغامونو په تړاو به هم خبرې وکړي چې د سرپرست حکومت چارواکو ته یې وړاندې کړي دي. تر دې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي، چې تمه کېږي، په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي. د هغه په وینا، د دې غونډې مسایل به تر ډېره د افغانستان له خلکو سره پر مرستې راټول وي.








