ا.ا د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه ده او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي. پرون د سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ وه. د ا.ا ویاند په دې اړه د پوهنې وزارت اعلامیه خپره کړې ده. سرچینې زیاته کړې، ا.ا په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې امارت زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي. په اعلامیه کې راغلي، ا.ا په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی دی، چې په ټول هيواد د زده کړو زرګونه مراکز فعال وساتي. پوهنې وزارت په نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې له ۴۰ کلن بحران څخه راوتلی افغانستان، په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له ا.ا سره همکاره واوسي.








