د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي. نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د ط البانو دا پرېکړه د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې ډول مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي. نېډ پرایس دغه راز ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را هیسې له افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده. د هغه په خبره، دا اندازه پیسې د ط البانو له لوري نه، بلکې د مرستندویه ادارو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.








