د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ساره السید د دغه وزارت د عامه دپلوماسۍ د مرستیالې په توګه ټاکلې ده. ساره السید په امریکا کې لوړې زده کړې کړي او له ۲۰۱۹ راپدیخوا د دغه هېواد د عامې روغتیا په وزارت کې د معین مرستیاله وه. سعودي چارواکي وايي چې دا میرمن په امریکا او سعودي کې په بېلا بېلو ادارو کې د کار ۲۰ کلنه تجربه لري. ساره السید د عامې روغتیا په وزارت کې د جي-۲۰ او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالو ادارو سره د همغږۍ مسئوله وه.








