کابل ښاریان وایي په ۴۸ ساعتونو کې یوازې یو ساعت برېښنا لري، خو برېښنا شرکت وایي د کابل د اړټیا وړ برېښنا یوازي ۳۰ سلنه چمتو کولی شي. دغه شرکت وایي اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا شته، خو دوی په کور دننه او وارداتي سرچینو نه یوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي، چې نږدې ۷۰ سلنه یې په څلورو ولایتونو کې مصرفېږي. د برېښنا د نشت ستونزه تر کابله ور ها خوا په ولایتونو کې هم ورځنی ژوند ټکنی کړی چې له امله یې تولیدي فابریکې له فعالیته لوېدلي دي. د برېښنا د برخې کارپوهان وایي اوسني چارواکي د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره باید په بېلابېلو سیمو کې طبعي زېرمو ته په کتو کوچنۍ، متوسطې او لویې د برېښنا د تولید فابریکې جوړې کړي.








